دملګرو ملتونو امنیت شورا وایي د ترهګرۍ ټول ډولونه د نړیوال امنیت لپاره ستر ګواښ دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په کابل کې په یوه هوټل کې د میلاد نبي (ص) په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې شوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی. دغه شورا ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نړۍ کې د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهګرۍ ټول ډولونه نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې د ثبات، سولې او امنیت لپاره ستر ګواښ دی. یادې شورا ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې ملاتړ کوي او دغه ډول خونړۍ پېښې چې په هغه کې عامو افغانانو ته مرګ ژوبله او تلفات اوړي په کلکو ټکو غندي.




































