امریکا وايي دوی د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د تېرې شپې برید غندلی دی. ددغه وزارت ویاندې هېدر ناورټ ویلي، پرون ترهګرو ډلو یو ځل بیا وښوده، چې دوی پر ملکي افغانانو رحم نه کوي او خپلو وحشتونو ته ادامه ورکوي. د ویاندې په خبره امریکا په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان له ازادي غوښتونکو، سوله غوښتونکو او با حوصله خلکو سره ولاړه ده. سرچینه زیاتوي امریکا د هغو افغانانو ملاتړ کوي چې غواړي په سوله کې ژوند وکړی او ترهګرۍ، افراطیت او خشونت د ټولو ډولونو پر وړاندې ولاړ دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپله ژمنه تکرار کړې ده، چې دغه هېواد ته به سوله راولي او د سولې په برخه کې به خپلې هلې ځلې ګړندۍ کوي. ناورټ وايي، امریکا غواړي چې ژر د افغانستان د سولې خبرې مثبتو پایلو ته ورسېږي او په دې توګه په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي.




































