فارن پالیسي نشریه په یوه مطلب کې د کابل پرونۍ پېښې ته اشاره کوي او وايي دغه ډول خونړۍ او بې مخینې پېښه داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا، افغانستان، سیمه او ډېری نړیوال په افغانستان کې سولې ته هیله من دي. نشریه لیکي پرونۍ پېښې وښوده چې په افغانستان کې لا هم اوولس کلن بحران روان دی او امریکا ددغه بحران په کابو کولو کې بریالۍ شوې نه ده. نشریه لیکي پر دیني علماوو پروني بريد وښوده، چې د افغانستان امنیت ته یوازې طالبان ستر ګواښ نه دی، بلکې د داعش خراسان ډله هم په افغانستان کې یوه ترهګره ډله ده چې ګڼ ګواښونه زېږولی شي. فارن پالیسي لیکي، دغه پېښه په افغانستان کې د ناټو حضور ته د خطر زنګ دی او دوی باید پرخپلو پلانونو، تګلارو او فعالیتونو له سره کتنه وکړي. فارن پالیسي وايي په افغانستان کې یوه خونړۍ جګړه دومره اوږده شوه، چې نور افغانان له دې وضعیت ستړي شوي دي او د وضعیت د جدي کنټرول اړتیا لیدل کېږي.




































