د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي، چې د ټرمپ له پرېکړې وروسته یې پر پاکستان تر یو میلیارد ډېرې نظامي مرستې قطع کړې دي. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پرېکړو له مخې به له پاکستان سره تر دې وروسته ۱،۶۶ میلیارد ډالره نظامي مرسته نه کېږي. امریکا دغه ګام وروسته له دې اوچت کړی چې د ټرمپ او عمران خان تر منځ ناندرۍ راولاړې شوې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې پاکستان د امریکا پیسې اخلي خو دغه هېواد ته یې هېڅ نه دي کړي. عمران خان بیا ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي.