د پاکستان پوځ وایي د افغانستان له امنیت او ثبات سره مرسته کوي، خو پاکستان ورته لومړیتوب لري. د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ویلي، دوی په سیمه او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ګټور رول لوبولی دی. دده په خبره پاکستان په خپلو هڅو د سیمې په امن کولو کې مرسته کړې ده. د باجوه په وینا بل هېڅ هېواد د پاکستان په اندازه د افغانستان د سولې لپاره هڅې نه دي کړې. د پاکستان له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزارت وروسته دا درېیم پاکستانی چارواکی دی، چې د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته ځواب ورکوي. ډونالډ ټرمپ ویلي و، پاکستان له امریکا میلیاردونه ډالر مرسته تر لاسه کړه، خو په بدل کې یې واشنګټن ته هېڅ هم و نه کړل. باجوه وايي چې لا هم د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته کوي، خو پاکستان ورته لومړیتوب لري.