د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له سیمې راپورونه وايي چې تېره شپه ګډو ځواکونو د محمد اغې ولسوالۍ په اب بازک سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي دي. د سرچینې په وینا په پېښه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي. د سیمې اوسېدونکو دمګړی د کابل ګردیز لاره د موټرونو او هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده او ددغه پېښې په غبرګون کې یې لاریون کړی دی. دوی له حکومت غواړي چې د پېښې عاملین ونیسی او د خپل دغه وحشت سزا دې ورکړي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































