زیتون که چېرته تور رنګه وي یاهم شین رنګه دواړه یې بې شمېره ګټې لري او په مختلفو ترکاریو او خوړو کې استعمالېږي، چې نه یوازې خوند ډېروي، بلکې د انسان پر روغتیا مثبت اغېز هم کوي. روغتیایي کارپوهان په دې اړه وایي چې تور زیتون په ډېره اندازه ویټامین اې لري، چې د سترګو لپاره ګټور ګڼل کېږي او د نظر د ستونزو په حل کې مرستندویه تمامېږي. که چېرته په ورځني ډول څو دانې تور زیتون وخوړل شي، نو نه یوازې دا چې ویښتان ښکلي کوي؛ بلکې د پوستکي داغونه هم له منځه وړي. دغه راز د سوخت لپاره د درد ضد درملو په توګه هم کار کوي. د یوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې یو څو کاچوغې د زیتونو تېل په هماغه اندازه درد ختموي، لکه څومره یې چې درمل ختموي او یوه طبیعي درملنه ورته ویلی شو، چې کوم زیان هم نه لري. دغه راز تور زیتون د دانو په ختمولو کې هم اغېزمن رول لوبوي او د کلیسترولو په کمولو کې هم اغېزمن رول لوبوي او د وینې د شریانونو ستونزې هم هواروي.