د سبزیجاتو خوړل ډېرې زیاتې ګټې لري، خو که چېرته یوازې سبزیجات استعمال کړو، نو ډېر زیانونه هم لرلی شي، چې له دې زیانونو څخه روغتیایي کارپوهانو یو داسې زیان په ګوته کړی، چې ډېر د اندېښنې وړ دی. د میل انلاین د راپور له مخې، روغتیایي کارپوهانو د خپلې څېړنې په پایله کې ویلي، هغه کسان چې له حیواناتو څخه د تر لاسه کیدونکو توکو څخه په بشپړه توګه ځان ساتي او یوازې سبزیجات خوري، هډوکي یې دومره کمزوري کېږي چې د ماتیدو خطر یې د غوښه خوړونکو پر نسبت ۴۳ سلنه ډېر وي. راپور زیاتوي چې روغتیایي کارپوهان وایي، هغه کسان چې غوښه خوري، هډوکي یې د سبزیجاتو استعمالونکو په پرتله ۲.۳ سلنه لږ ماتېږي. په دې څېړنه کې د پنځه پنځوس زرو کسانو غذایي عادتونه تر څېړنې لاندې نیول شوي او د هډوکو پیاوړتیا یې په نظر نیول شوې او پایلې یې ورڅخه تر لاسه کړې. د څېړونکو ډلې مشر ډاکتر ټیمي ټونګ وایي: «د سبزي خورو بدن د کلسیم او پروټین له کمښت سره مخ کېږي، چې بیا یې د ماتیدو خطر ډېرېږي، نو د دې لپاره چې یو غذایي عادت خپل کړو، له وړاندې یې باید د ګټو او تاوانونو په اړه فکر وکړو.»