د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې ځینې ویټامین او غذایي توکي د زخم ښه کېدو پروسه تېزوي، خو د شکر او زړه د ناروغیو په ګډون په ځینو سرطاني ناروغیو کې بیا خنډ رامنځته کوي. په دې ډول له عملیاتو او ژورو زخمونو وروسته له ځینو سبزیجاتو، غذایي توکو او معدني موادو څخه ګټه پورته کولی شئ. د څېړنې مرکزي نقطه دا ده چې ځینې زخمونه داسې وي چې عام خواړه ورته هیڅ ګټه نه رسوي، چې ثبوت یې په دودیز طب او حکمت هم شته. په غوښه، دالو او وچو مېوو کې موندل کیدونکی اهم توکی ارګیناین شته، چې د وینې دوران ګړندی کوي او پروټین برابروي. کله چې غذایي توکي پر زخم راټول شي، نو په ژر ښه کیدو کې مرسته کوي. دغه راز په ماهي، پالکو، د چرګ په غوښه، لوبیا او ګلپي کې د ګلوټامین ماده وي چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او نوي نسجونه پیدا کوي او په دې ډول کولاجین د زخم په ښه کولو کې هم مرسته کوي او ترڅنګ یې زنک، ویټامین سي، ویټامین اي او ویټامین بي ۱۲ هم د زخم په ښه کولو کې مهم رول لوبوي.