د شفتالو په اړه ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره له نن څخه اته زره کاله وړاندې په چین کې وکرل شول. دغه مېوه د آلوبخارا، زردالو، الوبالو او بادامو له ډلې ګڼل کېږي چې په منځ کې سخت زړی لري. شفتالو ډېر غذایي توکي لري چې د بدن لپاره لاندې ګټې لري: شفتالو د بې شمېره ویټامینونو، منرالونو او ګټورو نباتي مرکبونو درلودونکي دي. ویل کېږي چې په یو برابر شفتالو کې ۵۸ کالوري، یو ګرام پروټین، له یو ګرام څخه لږ غوړ، ۱۴ ګرامه کاربوهایډریټ، ۲ ګرامه فایبر، ۱۷ سلنه ویټامین سي، ۱۰ سلنه ویټامین اې، ۸ سلنه پوتاشیم، ۵ سلنه ویټامین اي، ۵ سلنه ویټامین کې، ۵ سلنه کاپر او ۵ سلنه مګنیزیم وي. دغه راز فاسفورس، اوسپنه او ویټامین بي هم لري. شفتالو د فایبرو په درلودلو سره د هضم لپاره ډېر ګټور وي، چې د قبض مخنیوی کوي او د کولمو د صحت مندو بکتریاوو د ډېرېدو سبب کېږي او فیټي اسید جوړوي. شفتالو داسې نباتي مرکبونه لري چې د بېلابېلو سرطاني ناروغیو خطر کموي. شفتالو د حساسیت لکه پرنجېدو، خارښت او ټوخي لپاره ګټور وي او نښې یې کموي.