ځینې خوراکي توکي داسې وي چې په ډېر شوق سره یې خورو او د روغتیا لپاره ډېر ګټور او اغېزناک هم ګڼل کېږي، خو که چېرته له خوب وړاندې وخوړل شي، نو زیانمن تمامېږي. د هیلیت لین ویبپاڼې د راپور له مخې، ویل کېږي چې ځینې خوراکي توکي داسې وي چې د ورځې لخوا د بدن لپاره ګټور وي او د شپې لخوا منفې اغېزې کوي. ډېرې اوبه لرونکي خواړه؛ په هغو خوړو کې چې ډېرې اوبه وي لکه خربوزه، بادرنګ او دې ته ورته له نورو باید ډډه وشي. کېلې؛ د شپې لخوا د کېلې له خوراک ډډه وکړئ، ځکه د کېلې په جوړښت کې کلسیم ډېر وي چې دفاعي سیستم او پوستکي ته ګټور وي؛ خو د شپې لخوا خوړل یې بدهضمي او بلغم پیدا کوي. وچې مېوې؛ بادام، پیسته او چارمغر د وینې لوړ فشار کنټرولوي او د زړه لپاره ګټور وي؛ خو دغه مېوې ډېره کالوري او غوړ لري چې د شپې لخوا یې خوړل وزن ډېروي.