د پښتورګو يا ګردو سوخت تر ټولو ډېره دردونکې ناروغي ده، چې مختلف لاملونه لري. که چېرته یې درملنه ونه شي، نو ځینې وختونه ګرده هم له منځه وړلی شي. زیاتره وخت د پښتورګو (ګردو) سوخت د میکروبونو د داخلېدو په سبب پیدا کېږي، چې ډېری وخت یې د تشو متیازو د نل یا هم مثانې له لارې داخلېږي. په سیدیتي ژورنال کې په خپره شوې لیکنه کې راغلي، چې د پښتورګو (ګردو) میکروب په یو وخت کې یوازې یو پښتورګی اغېزمنولی شي، خو له زیاتو ستونزو څخه د خلاصون لپاره یې درملنه اړینه ده. راځئ چې د ډاکټر احمد شعبان، چې د پښتورګو متخصص دی، څو مهمې خبرې دلته ولولو: د ګردو د سوخت سببونه: زیاتره وخت میکروبونه د تشو متیازو له نل یا د مثانې له لارې ګردو ته داخلېږي، چې بیا په ګردو کې د سوخت سبب ګرځي. د دې میکروبونو مشهور ډول یې E.coli دی. هغه کسان چې پر شکر ناروغۍ اخته وي د پښتورګو د سوخت خطر یې هم ډېر وي. که څه هم د تشو متیازو د نل ناروغان په خطر کې وي، خو دا ناروغي د نارینهوو په پرتله په ښځینهوو کې ډېره لیدل کېږي.