ځینې کسان له خوب څخه تر راپورته کېدو وروسته د طبیعت یا موډ بدلون حس کوي. د بېلګې په توګه: خپګان، اندېښنه، غوسه، ډېره ستړیا او نور. دې حالت ته د (سهار خپګان) وایي، خو پوښتنه دا ده چې دا ستونزې یوازې تر کمزورۍ او غوسې پورې محدودې وي یا کومه ناروغي ده؟ په عموم کې هغه کسان چې په سهار د طبیعت یا موډ خرابوالی حس کوي او د وخت په تېرېدو ښه کېږي او بیا د سهار غوندې احساس نه کوي؛ روغتیایي کارپوهان د سهار پر وخت د طبیعت خرابېدو ته ځانګړی علت نه په ګوته کوي او وایي چې دا حالت ډېر سببونه لري. دوی وایي چې د سهار پر وخت هورمونیکي بدلونونه د طبیعت د خرابېدو سبب کېږي. ویل کېږي کله چې تیاره وي نو بدن میلاتونین تیاروي او د کورتیسول هورمون په سهار کې فشار او خپګان ته په ځواب ورکولو کې مهم رول لوبوي. یانې د بدن نه توازن، د خوب کچه او روښنایي د موډ د بدلون سبب کېږي.