د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو ویلي چې د دې هېواد د اساسي قانون بدلون په اروپایي ټولنه او ناټو کې د شمولیت لپاره یو ستراتیژیک هدف دی او مسکو ته جدي پیغام ورکوي چې اوکراین خپل تګ لوری په خپله ټاکي. پروشنکو پرون د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي، روسیه به د یو تیري کوونکي هېواد په توګه نور په اروپایي ټولنه او ناټو کې د اوکراین د شمولیت په اړه د ویټو حق ونه لري. د اوکراین پارلمان د نوموړي له وینا مخکې د رایو په اکثریت د دې هېواد په اساسي قانون کې هغه بدلونونه تصویب کړل چې په ناټو او اروپایي ټولنه کې د اوکراین شمولیت ته لار پرانېزي. د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې اوکراین د یو ازاد هېواد په توګه حق لري چې په اعتماد سره خپله لاره ووهي.