ام هغه خوندوره او د غذایي توکو لرونکې مېوه ده، چې د خپل رنګ، خوند او اغېز له مخې تر ټولو ځانګړې مېوه بلل کېږي، چې په هند کې ډېره کرل کېږي او په اسانۍ سره تر لاسه کېږي. د ام په اړه ویل کېږي چې د ډېرو خطرناکو ناروغیو مخنیوی کوي؛ خو ځینې بیا د ام پاڼې هم استعمالوي. د اوړي په موسم کې کله چې د تودوخې درجه پورته شي، نو د انسان بدن د اوبو له کمښت او نورو ستونزو سره مخ کېږي، په داسې حالاتو کې د خام ام اوبه ګټورې تمامېږي. ویل کېږي چې ام د داسې غذایي توکو لرونکی وي چې د زړه د روغتیا لپاره مرستندویه تمامېږي. همدغه راز د کلیسټرول، ټرای ګلسرایډز او د فیټي اسیدو کچه برابره ساتي. ام د داسې ځانګړو انزایمو لرونکې مېوه ده چې د خوړو لویې ټوټې هم اوبه کوي څو بدن یې په سم ډول جذب کړي. همدغه راز ام په ډېره اندازه اوبه او فایبر هم لري، چې د قبض او بدهضمۍ غوندې د نورو ناروغیو مخنیوی کوي. ام د پولي فینولونو په شتون کې د سرطاني حجرو د ودې مخنیوی هم کوي.