په جنوبي کوریا کې د سامسونګ کمپنۍ تایید کړې ده، چې په دغه شرکت کې د کار کولو پر مهال یې ځینې کارکوونکي د سرطان وژونکې او دې ته ورته نورو ناروغیو باندې اخته شوي دي. په دغه هېواد کې د سامسونګ شرکت مشرتابه ددې ناروغانو له کورنیو بښنه غوښته ده. په جنوبي کوریا کې ددغه شرکت مشر (کیم کي نام) نن د یوې ناستې پر مهال دا په ډاګه کړې ده چې، ځینې کارکوونکي یې د کار پر مهال پر سرطان او نورو ناروغیو اخته شوي او ان ځینو یې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي. نوموړي ویلي، پوهېږي چې د دوی د کورنیو لپاره به دا یو بد خبر وي، خو سامسونګ شرکت د قربانیانو کورنیو ته د هر ډول تاوان ورکولو لپاره تیار دی. راپورنه دا هم وایي، چې تر اوسه پورې ددغه شرکت ۲۴۰ کارکوونکي د کار پر مهال د ځینو کیمیاوي موادو د کارولو له کبله پر سرطان اخته شوي، چې تر اوسه پورې ۱۰۰ تنه چې د وینې پر سرطان اخته و خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.