د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې غوښتنه کړې چې د وژل شوي عرب خبریال دوسیه دې نړیواله شي. د اناتولي خبري اژانس د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو کمېټې غوښتي، چې د سعودي د منتقد خبریال جمال خاشقجي قضیه باید په نړیواله کچه او بې پرې ډول و څېړل شي. د دې کمېټې ویاندې الیزابت تروسل ویلي، نړیوال کار پوهان کولی شي دغه قضیه د قانون په رڼا کې په بې پرې توګه وڅېړي. نوموړې ویلي، د جمال کورنۍ او خلک باید د دې قضیې له ټولو اړخونو خبر شي او عدالت پلی شي.