د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، روسیې، سوریه له پاشل کېدو وژغوره او په دغه هېواد کې د سياسي ثبات لپاره شرایط برابر شوي دي.
نوموړي ويلي، روسیه هڅه کوي چې له سیاسي لارو د دغه هېواد جګړې ته حل پیداکړي.
لاوروف ویلي: « د روسيې له هغو هڅو منندوی یو چې دغه هېواد یې د تروریستانو په لاس له پاشل کېدو څخه وژغوره او د دغه هېواد د سیاسي ثبات او د مهاجرینو د بېرته راستنېدو لپاره یې شرایط برابر کړل. زموږ دا هڅې له هغو هڅو سره سمون لري چې د جنوري په ۳۰مه په سوچي کې د سوريې د بحران د حل په موخه وشوې.»
نوموړي دغه راز ویلي، د سوچي په ناسته کې پر روسیې، ایران او ترکیې سربېره د سوريې حکومت او د مخالفینو استازو هم ګډون کړی و او دوی دې هوکړې ته ورسېدل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ پرېکړه لیک د پلي کېدو لپاره شرایط برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوريې مرکچي پلاوی د جنوري په ۳۰مه او ۳۱مه د یوې کمېټې په جوړولو سره سلا شو او دې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په اساسي قانون کې اصلاحات راولي.