پاکستاني چارواکو هغه وتلی ملا او سیاسي مشر نیولی چې پلویانو یې تېره میاشت د پاکستان په لویو ښارونو کې د لاريونونو له کبله ژوند په ټپه درولی و.
خادم حسین رضوي چې د لبیک پاکستان غورځنګ مشر دی، په لاهور کې له خپلې مدرسې بېول شوی.
د هغه پلویانو د سترې محکمې پر هغې پرېکړې اعتراض کاوه چې تر اوږده بند وروسته یې اسلام ته د سپکاوي په تور یوه نیول شوې عیسوۍ مېرمن بېګناه وبلله او د خوشي کېدو لارښوونه یې وکړه.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي، د تحریک لبیک یا رسول الله مشر خادم حسین رضوي ځکه د ده په وینا خوندي ځای ته وړل شوی چې د اعتراضي غونډې له جوړولو نه و په شا شوی او له دې کبله پتېيل شوې چې په خوندي ځای کې وساتل شي.
د اطلاعاتو وزیر وړمه شپه ناوخته پر ټوېټر یوه پيغام کې ویلي، دې دا ډول یو ګام پورته کول اړین وو، ځکه دغه تحریک د خلکو سر او مال له زیان سره مخامخ کوي او د مذهب په نامه سیاست کوي.
د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې هغه د شپې پرمهال نیول شوی او اوس له امنیتي ځواکونو سره دی.
پر خواله رسنیو هم داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ویل کېږي د رضوي د نیولو صحنې دي.
په دې ویډیوګانو کې ښودل کېږي چې یو تن په وېل چیر ناست له یوه کوره ایستل کېږي او موټر ته پورته کېږي.
د تحریک لبیک پاکستان غورځنګ معلول مشر خادم حسین رضوي داسې مهال نیول کېږي چې هغه نن اسلام آباد ته څېرمه په راولپېنډۍ ښار کې یوه احتجاجي غونډه رابللې وه.
په خواله رسنیو کې داسې یو وېډیو پیغام هم لاس په لاس کېږي چې ښيي خادم حسین رضوي خلک رابولي څو لارو او سړکونو ته راووځي.
تېره میاشت کله چې سترې محکمې اسلام ته د سپکاوي په تور یوې عیسوي مېرمنې اسیه بي بي ته برائت ورکړ، د تحریک لبیک پاکستان پلویان لارو او کوڅو ته راووتل او د پاکستان په اکثرو ښارونو کې ژوند په ټپه ودرېد.
وروسته حکومت د غورځنګ له غړو سره خبرې وکړې او د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا سمیع الحق تر وژل کېدو وروسته یې احتجاج پای ته ورساوه.
داسې رپوټونه وو چې اسیه بي بي کوم بهرني هېواد ته تلونکې ده. چارواکو دا رپوټونه رد کړل، خو نوم یې د هغه کسانو په لېست کې شامل شو چې له هېواده د بهر تللو اجازه نه ورکول کېږي.