که چېرته تاسې د وریجو مینوال یاست او هر وخت یې په شوق سره خوری، نو باید دا خبره په غوږ کې ونیسئ چې د وریجو په ډېر استعمال سره بدن ډېره نشایسته تر لاسه کوي، چې خطرناک یې ګڼلی شو. د اسیایي هیوادونو د اوسیدونکو په اړه ویل کېږي، چې دوی د شکر پر ناروغۍ ډېر اخته کېږي او په دې سیمه کې د یادې ناروغۍ کچه ډېره ده، چې لوی لامل یې د نورو عادتونو تر څنګ د وریجو خوراک هم په ګوته شوی. روغتیایي کارپوهان وایي چې د وریجو استعمال د انسان د روغتیا لپاره ډېر خطرناک وي او په همدې سبب د انسان په بدن کې د شکر کچه لوړېږي او د وینې د شکر پر ناروغۍ یې اخته کوي. دوی وایي وریجې د شکر د ناروغۍ خطر تر یوولس سلنو پورې لوړوي. د یوې څېړنې له مخې ویل شوي چې یوه پیاله ورېجې په هماغه اندازه کاربوهایډریټ لري، په کومه اندازه چې د کوکا کولا په یو کوتي کې وي.