مڼې ته د روغتیا خزانه ویل کېږي، خو ناک یوه داسې مېوه ده چې د مهمو غذایي توکو په لرلو له مڼې څخه کمه نه ګڼل کېږي. دغه راز غوړ او کلیسټرول نه لري او په ورځني ډول یې خوړل د خطرناکو ناروغیو مخه نیسي. څرنګه چې ناک په خپل جوړښت کې لږ غوړ او ډېر فایبر لري، نو په همدې اساس د وینې فشار او کلیسټرول برابر ساتي. ناک د ډېرو شوو انسولینو پر وړاندې مزاحمت کوي او بدن ته د دې وړتیا ورکوي چې شکر او انسولین په وینه کې جذب کړي. دغه راز فلیوینول او اینتي سډ هم لري، چې درې واړه د شکر له ناروغۍ مخنیوی کوي. ناک د ویټامین سي او مسو په څېر انټي اکساید لري، چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او انسان له ناروغیو څخه خوندي ساتي. په یو برابر ناک کې زموږ د اړتیا وړ شل سلنه ورځني فایبر وي او موږ ټول په دې پوهېږو چې فایبر د هضم لپاره ډېر ګټور دي او د کولمو د پاکوالي سبب کېږي.