د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې هلته ځينو افراطي ډلو ترهګريز فعالیتونه پيل کړي او هندي ځواکونه کوښښ کوي دغه ډلې له منځه یوسي. په جمو او کشمیر کې په دغه عملیاتو کې تر دې دمه شپږ وسله وال وژل شوي دي. هندي پوځ ویلي چې ډېری دغه افراطي کسان وسله وال دي او له پوځیانو سره نښتې هم کوي. د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په دې وروستیو کې نارامۍ ډېرې شوې دي. هند وایي پاکستان هڅه کوي د خپلو افراطي ډلو پر مټ په دغه سیمه کې نارامیو ته لمن ووهي.