د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي، د متحده ایالتونو وروستیو اقداماتو ته په پام، دوی هیله من دي چې دغه هېواد راتلونکی هر ممکنه اقدام روسیې ته په درناوي ترسره کړي.
نوموړي ویلي، دوی هيله من دي چې امریکایي اداره په راتلونکي کې له یو اړخیزو اقداماتو ډډه وکړي او سیمه ییز غبرګونونه په پام کې ونیسي او د نورو هېوادونو د بهرني سیاست خپلواکۍ ته درناوی وکړي.
هغه ويلي، د ټرمپ له ادارې غواړي چې په راتلونکي هر اقدام کې روسيې ته درناوی په پام کې ونیسي.
لاوروف دغه راز ویلي، د ټرمپ اداره دې له روسیې سره د ترینګلو اړیکو د رغېدو لپاره هڅه وکړي او د ټولو هغو اقداماتو مخنیوی دې وکړي چې د ده په وینا د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ستونزو د ډېرېدو لامل کېږي.
لاوروف ویلي: « امریکا او نورو لوېديځو ملګرو له تېرو ۲۵ کلونو را په دېخوا د ډيپلوماسۍ اصول او د خبرو اترو سټنډرډونه له پامه غورځولي او دغه څه به په راتلونکي کې ناوړه پایلې ولري».