ډېر خلک کله چې سهار وختي له خوبه راویښ شي، نو لومړی کار یې په نهاره ګېډه د کافي، چایو یا تازه جوسو څښل وي، خو د څېړنو له مخې ثابته شوې چې دغه ډول عادت د روغتیا لپاره زیانمن وي. روغتیایي کارپوهانو د یو راپور له مخې لارښوونه کړې چې له دا ډول عادت څخه باید ډډه وشي، ځکه چې دغه کړنه په بدن کې د تېزابیت توازن خرابوي او ډېرې ستونزې پیدا کوي. په تروشو جوسو کې په ډېره اندازه ویټامین سي وي چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي، خو که چېرته په نهاره ګېډه لږ هم وڅښل شي د معدې سوخت پیدا کوي او د زړه درزا ډېروي. خو موږ نن د کولا مشروباتو په اړه یو څو خبرې لرو. روغتیایي کارپوهان وایي چې په تشه ګېډه د کولا مشروباتو استعمال ښه نه وي، ځکه چې د ځیګر، تریخي او خېټې فعالیت ډېروي، غاښونو ته زیان رسوي او داسې ستونزې زیږوي چې د مړینې سبب کېږي.