ډېری ماشومان د بېلابېلو لاملونو په سبب په سر او ملا کې د درد احساس کوي، خو پوښتنه دا ده چې د دې درد لاملونه څه دي او درملنه یې کیدلی شي؟ په اوسني دور کې د ملا او سر درد په ماشومانو او نوو بالغو ځوانانو کې عامې ستونزې دي، چې لوی لاملونه يې درانه کارونه، د ښوونځي درنده بکسه او د موبایل ډېر استعمال دی. که څه هم ماشومان په دې کیفیت اخته کیدلی شي، خو ډېر وخت دغه درد د کومې جدي ناروغۍ نښه نه ګڼل کېږي، بلکې په دماغو کې د کیمیاوي بدلونونو، عصبي او د ویني شریانونو، د غاړې او د سر د عضلو له فشار سره تړاو لري. روغتیایي کارپوهان وایي چې په ماشومانو کې د سر او ملا دردونه د هغوی ذهني او بدني روغتیا اغېزمنوي، نو ماشومانو ته باید د هغوی د وزن مطابق لس سلنه وزن لرونکې بکسه ورکړل شي. دوی وایي که چېرته له دې ډېره وزن لرونکې بکسه ورکړل شي، نو د ملا تیر ته زیان رسوي. دغه راز په ګونډو د لپټاپ ایښودل او کمپیوټر ته تر ډېره کېناستل هم د یادو دردونو لوی لاملونه دي.