د انسان په بدن کې د ګردو مهمه دنده دا ده چې له وینې څخه یورک اسید یا زهرجنې مادې خارجوي. نو که له دغه ډول نښو نښانو سره مخ شوی، سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړئ. که چېرته پر مخ د ګونځې پیدا کېدو او د لاسونو پوستکي اغېزمنېدو له ستونزې سره مخ شوی او ترڅنګ مو د سترګو پر شاوخوا حلقې وې، نو لومړۍ ستونزه له ګردو د یو ډول اوبو خارجېدل او په دویم کې له ګردو د پروټینونو خارجېدو ته اشاره کوي. که چېرته مو د خولې خوند خراب وي یا هم بیا بیا ځلې مو خوله پولۍ شوه، نو د ګردو د ناروغیو پر لور اشاره کوي او که چېرته خوب نه درځي او یاهم بشپړ خوب نه کوی، دا هم د ګردو د ناروغۍ نښه ګڼل کېږي. دغه راز که چېرته هره د مخ، لاسونو یا د بدن د کومې برخې له سوخت سره مخ وی، نو دا د ګردو د سوخت په سبب وي. نو په داسې حالاتو کې سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړئ.