امریکايي چارواکو ویلي چې له مرکزي امریکا زرګونه غیر قانوني کډوال هڅه کوي امریکا ته د ننه شي، نو ځکه دوی اړ شوي چې دغه لارې او پولې د څه مودې لپاره وتړي. له مرکزي امریکا څه باندې ۵ زره کډوال د امریکا پر لور روان شوي دي. دوی وايي پخپل هېواد کې له بې وزلۍ او تاوتریخوالي ستړي شوي دي نو ځکه یې دغه کار ته مخه کړې ده. خو د امریکا حکومت ویلي چې دوی ته به د ننوتو اجازه ور نه کړي. ټرمپ امر کړی چې له مکسیکو سره پر پوله دې زرګونه سرتېري ځای پر ځای شي. تېره ورځ د کډوالو یوه ۵ سوه کسیزه ډله دغه پولې ته رسېدلې وه، چې پولیسو له اوښکې بهونکي ګاز ددوی د مقابلې لپاره استفاده کړې. دغه کډول اوس هم له مکسیکو سره د امریکا پر پوله ولاړ دي او امریکايي چورلکې یې څاري.