پیاده مزل یا تګ د ماشومانو لپاره ډېر په زړه پورې وي او هغوی په ډېر شوق سره پیاده مزل کوي. که چېرته خپلو ماشومانو ته پام ونه کړو، نو هغوی ممکن ناوړه عادتونه خپل کړي، د ژوند طرز یې ښه نه وي او وزن یې ډېر شي. کله چې ماشوم تګ کوي، نو سستي او کمزوري یې ختمېږي. په ورځ کې تر نیم ساعته پورې که چېرته منډه ووهل شي یا لږ غوندې ورزش وشي، هغه ده چې د بدن دفاعي سیستم به یې پیاوړی شي. پیاده مزل یا تګ ماشومان له هغو ناروغیو خوندي ساتي چې د ماشومتوب پر مهال خپرېږي، چاغښت یې ختمېږي، عضلې یې نرمښت مومي او هډوکي یې پیاوړي کېږي. دغه راز خواړه په ښه ډول هضمېږي او بدن یې په آسانۍ جذبوي او انرژي یې ډېرېږي. که په ورځني ډول تر نیم ساعته پورې ماشومان پیاده مزل وکړي، دفاعي سیستم به یې پیاوړی شي او هیڅ ناروغي به پرې حمله ونه کړای شي. دغه راز د بې خوبۍ ستونزې یې حلوي او مناسبه وده کولی شي.