ایراني رسنۍ وایي، زورورې زلزلې د دغه هېواد په لوېديځ کې له عراق سره پر ګډه پوله یوشمېر سیمې لړزولې چې له کبله یې سلګونه کسان ټپیان شوي دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د زلزلې له قربانیانو سره د امکان تر حده مرستې وکړي.
د یکشنبې د ماښام د زلزلې شدت د رېښتر په حساب ۶،۳ درجې ښودل شوی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې، تر دې پېښې وروسته تېره ورځ دوه نورې زلزلې چې یوه یې ۵،۲ درجې او بله یې ۴،۶ درجې وه، هم وشوې او د نورو احتمالي ټکانونو له وېرې خلکو شپه له کورونو د باندې په سړه هوا کې تېره کړه.
د ایران د سره صلیب د کمېټې مشر محمود محمدي نسب رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې تر اوسه د مړو راپور نه لري.
ایراني چارواکي د زلزلې ځای د ایران لوېدیځ ولایت کرمانشاه کې د سرپل ذهاب ښارګوټی یادوي چې تر ډېره کرد مېشته سیمه ده.
د ایران د لوېدیځ ولایت کرمانشاه والي هوشنګ بازوند ویلي چې په دې پېښه کې ۷۲۹ تنه ټپیان شوي دي چې ۷ سوه یې تر درملنې وروسته له روغتونه خارج شوي دي.
په ځینو سیمو کې د همدې زلزلې له کبله د ځمکې د ښویېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي، خو ایراني چارواکي وایي، د ژغورنې ډلې ټولو زیانمنو سیمو ته د مرستې لپاره رسېدلې دي.