مټر د حجم له پلوه کوچني دي، خو که چېرته یې بدن ته د ګټو په اړه خبرې کوو، نو دومره ډېرې حیرانوونکې ګټې لري چې د روغتیا اړوند ډېرې ستونزې حلوي. مټر په خپل جوړښت کې د مګنیزیم، ویټامین کې، ویټامین اې، ویټامین سي او د ویټامین بي په درلودلو اغېزمن تمامېږي. مټر د خوراکي توکو له جملې هغه خوراکي توکی دی چې ډېر ارزانه او په آسانۍ سره تر لاسه کېږي او د بدن لپاره اړین پروټین برابروي. دغه راز د مټرو امینو اسید چې پروټین جوړوي، عضلو او هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي او د پوستکي د ښکلا سبب کېږي. د مټرو ویټامین اې د سترګو د نظر یا دید لپاره ډېر ګټور تمامېږې او د فایبرو شتون یې د هضم لپاره حیرانوونکې ګټې لري، چې فضله مواد په آسانۍ خارجوي، کولمو ته ګټور وي او د قبض مخنیوی کوي. مټر د ویټامین کې په درلودلو سره د پروستات د سرطان پر وړاندې مقابله کوي او داسې مرکبونه لري چې د ټیومر د ودې مخنیوی کوي.