د روسیې جنګي الوتکو د سوریې په شمال کې د حکومت د مخالفینو پر سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د روسیې د پوځ ویاند جنرال ایګور کوناشینکوف په مسکو کې خبریالانو ته ویلي چې مخالفینو په حلب کې زهري ګاز کارولی او روسي پوځیانو یې په ځواب کې د سوریې په شمال کې پر سنګرونو هوایي بریدونه کړي دي.
نوموړي ویلي: «روسي الوتکو د تروریستانو په دقیقو اهدافو بمبار وکړ، هغه ځایونه یې وویشتل له کومه ځایه چې د حلب پر ملکیانو له کیمیاوي موادو ډک هاوانونه ویشتل شوي وو».
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ادارې ویلي، د روسیې جنګي الوتکو د حلب په جنوب او لوېدیځ کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمې هدف ګرځولې.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا هم راپور ورکړی چې سوري پوځیانو حلب ته نږدې د مخالفینو د سنګرونو په بمبار سره هغوی ته ډېر تلفات اړولي دي.
د سوریې حکومت ویلي، د حلب په شاوخوا کې مېشتو مخالفو ملېشو د شنبې په ورځ ناوخته د حلب ښار په دریو سیمو له کیمیاوي ګازو ډک هاوانونه وتوغول.
د روسیې پوځ ویلي، پر حلب ښار په توغول شویو هاوانونو کې له کلورین ګاز څخه استفاده شوې او د پېښې د څېړلو په موخه یې سیمې ته متخصصین استولي.
بلخوا د فرانسې جمهور رییس امانویل مکرون خبریالانو ته ویلي چې د دغه برید په اړه پوره ډاډمن نه دی چې چا کړی.
نوموړي ويلي: «دې حملې او د کیمیاوي ګازو کارونې ته اشاره کوی، خو موږ په دې اړه د تبصرې لپاره بشپړ معلومات نه لرو، مخصوصاً چې دا معلومات د روسیې له خوا هم وړاندې شوي وي. زه غواړم ټینګار وکړم چې د کیمیاوي وسلو کارونه که د هر چا له خوا وي، فرانسه یې غندي. هیله من یم کوم کسان چې د ورته بریدونو راپور ورکوي، د کیمیاوي وسلو د نه کارونې له نړیوالې ادارې سره په هاګ کې خپل معلومات شریک کړي، څو موضوع روښانه او د عاملینو پر ضد اقدام وشي.»
د سوریې د روغتیا د برخې یوه چارواکي ویلي، د هغو ۱۰۵ کسانو له ډلې چې د شنبې په ورځ ناوخته تر مشکوکې کیمیاوي حملې وروسته روغتون ته انتقال شوي، ۱۵ کسان یې لا هم بستري دي او پاتې نور یې رخصت شوي، خو د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، ۳۱ کسان لا هم په روغتونونو کې پاتې دي.
د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکار ویلي، د سوریې د وروستیو پېښو په اړه به د روسیې له دفاع وزیر سرګي شوېګو سره ټلیفوني خبرې وکړي.