دلمه مرچک یو له خوندورو مرچکو څخه دي، چې په ژېړ، شین او سرو رنګونو موندل کېږي او خوشبو یې د خوند په ډېرولو کې نور هم مهم رول لوبوي. دلمه مرچک له بېلابېلو ترکاریو سره هم پخېږي او په ځانته ډول هم پخېږي، چې موږ یې دلته درته حیرانوونکې ګټې ښیو: دلمه مرچک د سرطاني ناروغیو خطر کموي، ځکه چې دغه ډول مرچک په خپل جوړښت کې ډېر غذایي توکي او انټي اکساید لري او د کیروټینایډ لایکوپین د پروستات، تریخي او مثانې د سرطان د خطر په کمولو کې اغېزمن تمامېږي او انزایمونه یې د معدې د سرطان مخنیوی کوي. په سور رنګه دلمه مرچکو کې لایکوپین وي چې د زړه د روغتیا لپاره ګټور وي او د فولیټ او ویټامین بي ۶ یوه ښه ذریعه هم ده چې د زړه د ناروغیو خطر کموي. په دلمه مرچکو کې ویټامین سي وي چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او انټي اکساید هم وي چې د ازادو راډیکالونو پر وړاندې مقابله کوي.