هسې خو په ټوله نړۍ کې د چایو مینهوال د میلیونونو په شمېر دي او له دې جملې زیات شمېر یې خپله ورځ د چایو په څښلو سره پیلوي. خلک ځکه چای خوښوي چې پر باور یې دوی ته انرژي وربخښي. خو نن ورځ مو د چایو په اړه له یوې نوې څېړنې څخه خبروو، په دې څېړنه کې ساینسپوهانو د هغو کسانو په اړه خبرې کړې چې د ګرمو چایو د څښلو عادت لري. د روغتیایي کارپوهانو له لوري په تر سره شوې څېړنه کې راغلي، هغه کسان چې ګرم چای څښي د هغوی د غذا په نلونو کې زخم پیدا کېږي، چې په همدې سبب یې د سرطان د ناروغیو خطر پنځه برابره ډېرېږي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د ګرمو چایو د څښلو په سبب د ساه اخیستلو په نل کې زخم پیدا کېږي، چې بیا یې ښه کېدل ستونزمن کېږي او هغه کسان چې سګریټ څکوي، په هغوی کې دغه کچه نوره هم ډېرېږي. دوی وایي هغه کسان چې له شپېتو تر اویا کلونو پورې عمر لري، هغوی پر دې ناروغۍ له نورو ډېر اخته کېږي.