ډېر سبزیجات خوړل او ډېره کافي (قهوه) څښل د نورو روغتیايي ګټو سربېره تر یوې اندازې پورې پر کووېډ-۱۹ د اخته کېدو خطر هم کموي. نارت وېسټرن پوهنتون خپله نوې څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلی چې ډېر سبزیجات خوړل او کافي څښل پر کووېډ-۱۹ د اخته کېدو خطر کموي. دې څېړنه کې میوه، چای او سره غوښه هم شامل وو، خو څېړنه کې د دغو خوړو مثبت یا منفي اغېز ونه موندل شو. څېړونکي په دې اړه وویل چې موږ ته څرګنده ده چې کووېډ-۱۹ یوه وژونکې ناروغي ده او نمونیا او نورو تنفسي ناروغیو ته ورته نښې لري، خو په دې هم پوهېږو چې د معافیت پیاوړی سیستم له دغو ناروغیو سره د مبارزې وړتیا لري او دغه برخه کې مهم رول لوبوي. دوی زیاتوي چې له همدې امله موږ غوښتل پوه شو چې خواړه له کووېډ-۱۹ څخه په ژغورلو کې څومره اغېزمن دي او د بدن د معافیت پر سیستم څومره اغېز لري. دغه څېړنه کې ۳۸۰۰۰ هغو کسانو چې د کووېډ-۱۹ لپاره معاینه شوي وو او د ٪۱۷ کسانو پایله یې مثبته وه، ګډون کړی و.