آیا پوهېږی چې د غذایي توکو لرونکي خواړه د ذهني روغتیا لپاره ګټور دي؟ د دې لپاره چې ښه روغتیا ولرو، اړینه ده چې ښه خوراک وکړو او په خپلو خوراکي توکو کې مېوې، سبزیجات، غلې دانې، دال، لوبیا، غوښه او لبنیات استعمال کړو. دا خبره کول دومره آسانه نه ده چې کوم ډول خوراکي او د څښاک توکي د ژور خپګان د درملنې لپاره ګټور وي، خو د دې خبرې کول بیا آسانه دي چې د غذایي توکو لرونکي خواړه د ذهني روغتیا لپاره ګټور وي او دماغو ته غورهوالی ور په برخه کوي. ویټامینونه او معدني مواد هغه څه دي چې د دماغو په روغتیا کې مهم رول لوبوي، په ځانګړې توګه ویټامین سي، ویټامین ډي او د بي ویټامینونه او په معدني موادو کې میګنیزیم، سیلینیم او زنک یې ډېر ګټور دي. دغه راز کاربوهایډریټ یا نشایسته هغه څه دي چې دماغو ته ځواک ورکوي او امینو اسیدونه یانې پروټین هم د دماغو د نیوروټرانسمټرز د پیداوار لپاره اړین وي، چې د پیغام رسونې په برخه کې مهم رول لوبوي.