کرونا وایرس اوس هم په نړۍ کې په ورځني ډول د زرګونو کسانو ژوند اخلي او د روغتیايي کارپوهانو په باور، پر دغه وایرس د نه اخته کېدو تر ټولو غوره لاره ماسک کارول، ټولنیز واټن ساتل او د لاسونو وینځل دي. د ماسک ارزښت ته په کتو سره اکثره کمپنۍ هڅه کوي چې داسې ځانګړي ماسکونه جوړ کړي، چې د کاروونکو پاملرنې ځانته اړولو کې بریالي شي. د ګېمونو لپاره ځانګړي کمپیوټرونه او لپټاپونه جوړوونکې امریکايي کمپنۍ، رېزر، هم یو ځانګړی ماسک جوړ کړی چې له دې وړاندې د لاس وېګاس په سي اي اېس غونډه کې يې نندارې ته وړاندې کړی و. دغه ماسک هېزل پروژه نومول شوی دی چې ډېر ژر به په بېلابېلو هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي. رېزر کمپنۍ وايي چې دغه ماسک ٪۹۹ میکروبونه فلتر کوي او د همدې کال تر پایه به په نړیوالو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي. د دغه ماسک د نورو ځانګړنو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو داسې ښکاري چې د رېزر کمپنۍ د نورو تولیداتو په څېر دغه ماسک هم د ګېمرانو لپاره ډیزاین شوی دی.