د راپورونو له مخې د اروپايي ټولنې استازو د جینوا په کنفرانس کې ویلي چې دغه مرستې یې د افغانستان د پرمختګ او بسياینې په موخه کړې دي. اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانستان د پرمختګ او په بېلو برخو کې د اصلاحاتو د راوستو په موخه یې ددغه ۴۷۴ میلیون یورو مرستې هوکړه لاسلیک کړې ده. دغه پیسې به د ښې حکومتولۍ، ټاکنو، زده کړو، روغتیا او نورو ورته مسایلو په برخه کې کارول کېږي. د اروپايي ټولنې استازو ویلي، هیله لري چې افغانستان پر ځان بسیا شي، ښه حکومتولي رامنځ ته شي او د نړیوالې ټولنې مرستې په سمه توګه ولګول شي.