په هلمند کې د هوایي برید له امله د یوې کورنۍ ۱۴ غړي وژل شوي دي. یوې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله رسنیو ته ویلي چې نن سهار د ګرمسیر ولسوالۍ په ځنځیر ډراب سیمه کې امنیتي ځواکونو چاپه وهلي چې پر مهال یي له طالبانو سره نښته رامنځته شوې ده. سرچینه وایي د نښتې پرمهال هوایي برید شوی دی چې ۱۴ ملکي وګړي په کې وژل شوي دي. یوې بلې امنیتي سرچینې بیا د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۲۰ تنه ښودلی دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم تاییدوي چې په هلمند کې د امنیتي ځواکونو د چاپې پر مهال نښته شوې او هوایي برید شوی دی. نوموړي دا هم منلې چې په هوایي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو ده ته یې کره شمېر مالوم نه و. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یوځل بیا د هوایي بریدونو پرمهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده چې د خلکو توند غبرګونونه یي راپارولي دي.



































