سپوټنیک اژانس د واشنګټن پوسټ له قوله ویلي، ټرمپ ښایي ډېر ژر افغانستان ته لاړ او د افغان چارواکو سربېره له خپلو سرتېرو سره وګوري. د سرچینې په خبره هغه ښایي تر کریسمس مخکې افغانستان ته لاړ شي. کریسمس د ډسمبر په 25 په ټولو غربي هېوادونو کې نمانځل کېږي. د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې هغه د خپلو کارپوهانو په ټینګار غواړي په افغانستان کې خپل نظامي حضور وغځوي. دا به افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړنی سفر وي. وړاندې تر دې امریکایي رسنیو نیوکه کړې وه چې ټرمپ تر اوسه د نړۍ له هغو ناکرارو سیمو چې امریکایي سرتېري په کې مېشت دي لیدنه نه ده کړې.



































