ولسمشر نن د ژنیو ناستې ته په خبرو کې وویل چې له جګړې ورهاخوا لوږه هم د افغانانو لپاره په یو ستر ناورین بدله شوې ده چې په خبره یې اوسمهال ۳ میلیونه افغانان او درې ولایتونه د وچکالۍ له امله له بیړني حالت سره مخ دي. هغه د سولې خبرو ته په اشارې وویل، افغان حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره یو دوولس کسیزه مذاکره کوونکې ډله ټاکلې ده، چې مشري یې د ولسمشرۍ ریاست د دفتر رییس سلام رحیمي کوي، په دې ډله کې ښځې او سړي شامل دي. هغه د سولې په برخه کې د نړیوالې ټولنې همکاري اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دوی په مرسته او همکاري به دا خبرې مثبتې پایلې ولري. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، دوی پنځه کاله له اداري فساد سره مبارزه وکړه، خو فساد دومره په ټولو ادارو کې غځونې کړې دي چې په دې برخه کې روانې تیزې او نه ستړې کېدونکې هڅې یې تر خپل سیوري لاندې راوستې دي. هغه دغه راز د سویلي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي مثبته وبلله او زیاته یې کړه، دې ستراتیژي په افغانستان کې د روانې جګړې مخ ګرځولی دی او په خبره یې دا ستراتیژي په شرایطو ولاړه ده. د ملي یووالي حکومت مشران په داسې حال کې د ټرمپ د ستراتیژي دفاع کوي چې په افغانستان کې دننه او بهر اوسني او پخواني چارواکي دا ستراتيژي ناکامه بولي او وایي، نه یواځې دا چې دې ستراتیژي وسله وال کمزوري کړي نه دي، بلکې د هغوی د پیاوړتیا لامل شوې ده.