د سویس د بهرنیو چارو وزیر هیډ دا څرګندونې نن په سویس کې د ژنیو ناستې په پرانستغونډه کې د خبرو پر مهال وکړې. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی باید نور پای ومومي او په خبره یې اوس د دې ناورین د پای ته رسولو لپاره غوره فرصت دی. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې له پوځي لارو که د افغانستان ناورین حل کېدای نو په تېرو ۱۷ کلونو کې به حل شوی وای. هغه زیاته کړه چې هیڅ جګړه له پوځي لارو د حل وړ نه ده، نو د افغانستان د اوږدې کشالې حل لپاره باید له سیاسي ډیالوګه کار واخیستل شي. ژنیو ناسته چې پرون په سویس کې پیل شوې ده، نن پکې له افغانستان سره د یادې ناستې دوه اړخیزې ژمنې ارزول کېږي.



































