د اقتصاد وزارت وایي، هڅه کوي چې د ملي عوایدو د زیاتوالي په موخه بې ځایه لګښتونه راکم او خپلې عایداتي سرچینې زیاتې کړي. د اقتصاد وزارت زیاتوي، حکومت پلان لري چې په کارونو کې د روڼوالي، بېلابېلو مالي سرشاره سرچینو د پیدا کولو او اقتصادي ودې د پراختیا له لارې په اقتصادي لحاظ ځان بسیا کړي. د یاد وزارت ویاند سهراب بهمن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون په ژنیو ناسته کې نړیوالو مرستندویانو پر افغان حکومت غږ وکړ چې خپل مصارف کم او پر ځان بسیاینې ته کار وکړي.