په کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر نړیوالو غږ کړی چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. جان باس په افغانستان کې پر وچکالۍ خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په پام کې لري افغانستان کې له وچکالي سره د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې لا ډېرې کړي. باس وویل چې هېواد یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې ۲۲۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. نوموړي وویل، دی له نورو هېوادونو هم غواړي چې له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله هم د ژنیو ناستې ته په خپلو خبرو کې تر جګړې ورهاخوا لوږه د افغانانو لپاره ستر ناورین بللې او له نړیوالو مرستندویانو یې د بشري مرستو ډیرولو غوښتنه کړې ده.