د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شوي هوایي برید له امله د یوې کورنۍ ۳۰ غړي وژل شوي چې ټول یې ښځې او ماشومان دي. د یادې سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د تېرې شپې په شوي برید کې د یوې کورنۍ ټول ۳۰ غړي وژل شوي او یواځې یو ماشوم ټپي دی چې هغه هم سوځېدلی دی. د هلمند مرکزي روغتون کې د سوځېدلي ټپي ماشوم، ماما رسنیو ته ویلي، کور ته يې نږدې د طالبانو موټر راغلی و، چې په هوايي برید کې دغه کور په نښه شو. د ټپي شوي ماشوم خپلوانو پر حکومت غږ کړی دی چې د ملکي وګړو له وژلو دې لاس واخلي. د هلمند والي محمد یاسین ملکي تلفات تاییدوي خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي. هغه زیاته کړې چې دلته ډېر طالبان پر ګرمسېر ولسوالۍ د برید لپاره را ټول شوي و، چې هوايي ځواکونو پرې برید کړی دی او ۱۶ طالبان یې وژلي دي. طالبانو په پېښه کې د ۱۸ ملکي وګړو د وژنې خبر ورکړی دی، خو د خپلو تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم د هلمند ځايي چارواکو په هوايي برید کې د ۱۶ ملکیانو د مرګ ژوبلې خبر تایید کړی وو.



































