د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د تېرې شپې هوایي برید چې له امله یې ۳۰ ملکي وګړي ووژل شول په کلکو ټکو غندلی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، حامد کرزی د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ په زنځیر دراب کلي کې د امریکایي پوځیانو د هوایي برید په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو شمېر هېوادوالو پر وژل کېدو خپله ژوره خواشیني څرګندوي او دغه ظالمانه عمل په کلکو ټکو غندي. د سرچینې په وینا حامد کرزی د خلکو پر کورونو بریدونه او بمبارۍ د ټولو انساني ارزښتونو خلاف عمل بولي او زیاتوي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره هڅې روانې دي، په هېواد کې د نظامي عملیاتو او ملکي تلفاتو زیاتوالی د اندېښنې وړ او د سولې د پروسې خلاف عمل دی. پخواني ولسمشر په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې خلکو ته له ځاني او مالي زیان اړولو نه په کلکه ډډه وکړي او د جګړې اور ته د لمن وهلو پر ځای دې د سولې د راوستو لپاره هڅې لا جدی او ګړندۍ کړي.



































