د کابل ښار نهمې حوزې سیمه کې پرون ماښام یوه درنه موټر بم چاودنه وشوه. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د پېښې له ځایه۱۰ وژل شوي او ۱۹ ټپیان دوی ته ور وړل شوي دي. یوې امنیتي سرچینې بیا ویلي، په وژل شویو کې بهرنیان هم موجود دي. ځايي چارواکي وايي، چاودنه د یوه برتانوي قراردادي شرکت ځای کې چې د افغان ځواکونو روزنه کوي شوې ده. دا سیمه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه موقعیت لري. وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی. دا برید په داسې حال کې کېږي چې پرون افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د جنیوا په غونډه کې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د حکومت مذاکراتي ټیم اعلان کړ.



































