وسله والو طالبانو د سولې په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر پرونیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. ددې ډلې د ویاند له لوري رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني تر خپل صلاحیت لوړې خبرې کړې دي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې طالبانو له نن څخه اتلس کاله وړاندې امریکا ته د سولې او جګړې دواړو وړاندیز کړي دي، د طالبانو ویاند ویلي، چې افغان حکومت د بهرنیانو له لوري پر خلکو تپل شوی او بې واکه دی، نو طالبان له داسې لوري سره چې د سولې د خبرو واک نه لري مذاکرات نه کوي. محمد اشرف غني چې پرون یې د جینوا کنفرانس ګډونوالو ته خبرې کولې وویل، د سولې لپاره ټاکل شوی ۱۲ کسیز پلاوی به دغه پروسه پرمخ وړي، د سولې عالي شورا پر ترکیب به له سره غور وکړي او په عامه پوهاوي به تمرکز وکړي. غني وايي، لومړی باید اوربند وشي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي او بیا ازادو او عادلانه ټاکنو ته زمینه برابره شي.



































