د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، دولسمشریزوټاکنو د نیټې په تړاو یې د سیاسي احزابو او مدني ټولنې استازو سره بحثونه پای ته رسېدلي او ددې ټاکنو نیټه نهایي ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون د سیاسي احزابو او مدني ټولنو د استازو په حضور دولسمشریزو ټاکنو نهایي نیټه اعلان کړه او وایي، ټاکنې به د حمل په ۳۱ ترسره شي. د غه کمېسیون وایي، د بودیجې د کمښت او تخنیکي ستونزو له امله به د ولسوالیو او ولایتی شورا ټاکنې د وږي میاشتې په ۳۰ نېټه ترسره کېږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون داسې مهال د ولسمشریزو او غزني ولایت ټاکنو نیټه اعلانوي، چې یو څه موده وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو نیټه ځنډول شوې وه او د خلکو له جدي غبرګون سره مخ شوه .



































