د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره بايد ټول سره يو ځاى شي. دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د يو ويډيو کنفرانس له لارې په جينوا کې د وزيرانو کنفرانس ته کړې دي. نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره بايد سولې او پرمختګ ته ډېر کار وشي. انتونیو ګوتیرش هيله مندي وښوده چې دغه غونډه وکولاى شي په افغانستان کې د هغې سولې او ثبات لامل وګرځي چې له ډېرو کلونو راهيسې يې افغانان غوښتونکي دي.



































