ټرمپ غواړي د امریکايي ځواکونو تر احتمالي وتلو وړاندې د افغان سولې هڅې نتیجه ورکړي. دې هېل نشریه په خپل یوه راپور کې وایي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سخته هڅه کوي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره حللار پیدا کړي. په راپور کې راځي چې هغه د سولې هڅې ګړندۍ کړې دي او هره ورځ پر همدې مسئله له بېلو اړخونو سره خبرې کوي. نشریه زیاتوي ټرمپ به د امریکايي او نورو بهرنیو سرتېرو تر احتمالي وتلو وروسته ارو مرو د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي. سرچینه په خپل راپور کې وایي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي امریکايي ځواکونه له افغانستان وباسي او په دې برخه کې یې نږدې کسانو هم همدا سلا مشوره ورکړې چې د امریکا د داخلي چارو د تنظیم لپاره باید په افغانستان کې خپل نظامي حضور کم او روانه جګړه کابو کړي.



































